د هېواد د مرکز او سرد سېره ولایتونو د دولتي پوهنتونونو د خزاني سمستر درسونه، نن د روان کال د کب په ۷مه نېټه په رسمي ډول پیل شول

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۸ - ۸:۴۵

۱۴۰۰ کب ۷مه

د هېواد د مرکز او سرد سېره ولایتونو د دولتي پوهنتونونو د خزاني سمستر درسونه، نن د روان کال د کب په ۷مه نېټه په رسمي ډول پیل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د ګرم سېره سیمو درسونه مخکې د روان کال د سلواغې په ۱۳مه، نېټه پیل شوي وو او نن د هېواد په سرد سېره سیمو کې د هېواد ټول دولتي پوهنتونونه د محصلانو پر مخ پرانیستل شول.

همدارنګه د هېواد خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو خپل درسونه څو میاشتې مخکې پیل کړي وو او د درسونو پروسه یې په نورمال ډول روانه ده.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د روان کال د سلواغې په ۱۰مه، د پوهنتونونو د پیل لپاره د لوړو زده کړو وزارت د تیاریو په اړه وویل، چې د ترتیب شوي مهالوېش پر بنسټ په پام کې ده، چې د دولتي تحصیلي بنسټونه درې اونۍ په تشدیدي ډول درسونه ولولي او وروسته به د ۱۴۰۱کال، د وري میاشتې په لومړۍ نېټه ازموینې پیل شي. دغه راز د ګرم سېره ولایتونو بهاري سمستر به د وري میاشتې په لومړۍ او د سرد سېره ولایتونو بهاري سمستر به د ۱۴۰۱کال، د وري په ۲۷مه، نېټه پیل شي.

د یادولو وړ ده، چې د ۱۴۰۰کال، کانکور ازموینې له لارې بریالي شوي محصلان کولی شي، چې د خزاني سمستر د درسونو او ازموینو په جریان کې خپلو اړوندو پوهنتونونو ته مراجعه وکړي او خپله د نوملیکنې پروسه تکمیل کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د پوهنتونونو له مسؤلانو، استادانو او محصلانو غوښتي وو چې ځان له اسلامي او افغاني کلتور سره سم او د علم د زده کړې په برخه کې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۳:۵۰
Background image

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وکړ

 

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس محترم شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو، امرینو او نورو اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دغه وزارت د غونډو په عمومي. . .

BACK TO NEWS