د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معینیت شورا ناسته ترسره شوه.

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۸:۶
شورای معینیت امور محصلان وزارت تحصیلات عالی برگزار شد.

چهار شنبه، ۱۸ کب ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معینیت شورا ناسته ترسره شوه.
په دغې ناسته کې چې رهبري یې د محصلانو چارو سرپرست معین او د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني کوله، د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړېکو او بورسونو تنظیم رئیس ډاکټر نظر محمد عرفان   ، د محصلانو چارو د مقام مشاور پوهنوال احمد ضیاء یوسفزي، د نظارت او ارزیابۍ رئیس دوکتور محمد ولي حنیف او د دولتي محصلانو چارو رئیس استاد حامد یعقوبي ګډون کړی وو.
په یاده ناسته کې له اجنډا سره سم تېرو پرېکړو ته کتنه وشوه، همدا راز د خارج مرز محصلینو پر شریکو شویو ستونزو، د خصوصي محصلینو د اسنادو طی مراحل او د محصلینو پر تبدیلیو بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه د یو شمیر محصلینو له لوري د ستاژ دورې بشپړولو، د خصوصي پوهنتونونو اسنادو کې د ستونزو لرلو او ورته نورې ستونزې شریکې شوې وې، چې د یادې شورا له لوري ورته لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS