د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو شورا غونډه د خصوصي محصلانو چارو د رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ جوړه، په اجنډا کې پر شاملو موضوعاتو بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.
سه شنبه، ۲ حمل ۱۴۰۱
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو شورا غونډه د خصوصي محصلانو چارو د رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ جوړه، په اجنډا کې پر شاملو موضوعاتو بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.
په دې غونډه کې د اجنډا له مخې، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د شپې په ازموینو کې د بریالیو محصلینو ستونزه، د هغو ولایتي محصلینو د فیسونو د ورکړې د څرنګوالي په اړه چې له ورځنۍ برخې څخه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د شپې برخې ته بدل شوي، خبرې وشوې او د نورو موضوعاتو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.
همدارنګه د محصلانو چارو د شورا په غونډه کې د ۱۴۰۱ هـ ل تحصیلي کال د پسرلني سمستر درسونو د پیل په اړه هراړخیز بحثونه وشول، چې په پایله کې پرېکړه وشوه، چې د هېواد د تودو او سړو ولایتونو د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د ۱۴۰۱ تحصیلي کال د پسرلني سمستر درسونه سر له سبا د ۱۴۰۱ هـ ل کال د حمل میاشتې په درېیمه نېټه پیل شي.
د یادولو وړ ده چې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د پسرلي او مني سمسترونو د ۱۴۰۱ هـ ل تکمیلي تقویم به د هېواد په تودو او سړو ولایتونو کې په رسمي او هر اړخیزه توګه ذکر شویو تحصیلي بنسټونو ته وړاندې شي.