د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د دغه وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړېکو ریاست له رئیس، امرینو او عمومي مدیرانو سره وکتل، د هغوی د کارونو او فعالیتونو راپور یې واورېد او د غوره خدماتو وړاندې کولو په اړه یې لازمې لارښو

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۹ - ۱۰:۲۷
d

سه شنبه، ۹ حمل ۱۴۰۱
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د دغه وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړېکو ریاست له رئیس، امرینو او عمومي مدیرانو سره وکتل، د هغوی د کارونو او فعالیتونو راپور یې واورېد او د غوره خدماتو وړاندې کولو په اړه یې لازمې لارښوونې ورته وکړې.

دغه لیدنه، چې د کلام الله په مبارکو اياتونو سره پيل شوه، لومړی د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د نشراتي فعاليتونو د رول او اهميت په باب خبرې وکړې او د اسلامي او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره يې د حقايقو په ښه انعکاس ټينګار وکړ.

مولوي حافظ محمد حامد حسیب نشراتي فعالیتونه په اکاډمیک چاپیریال کې د خدمتونو د وړاندې کولو یوه مهمه او اساسي برخه وبلله او د نشراتو له کارکوونکو یې وغوښتل چې، په هېواد کې د لوړو زده کړو په برخه کې د فعاليتونو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې زياتې هڅې وکړي، تر څو افغان ملت او د نړۍ خلک د لوړو زده کړو د پیاوړتیا او پرمختګ او په دې برخه کې د شته پروګرامونو له لاسته راوړنو او فعالیتونو خبر شي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د مخالفينو منفي تبليغاتو ته په اشارې سره وويل، نشراتي برخې مکلفې دي، چې په خپل وخت سره واقعیتونه په ډاګه کړي او د خلکو د ذهنونو د روښانولو په برخه کې جدي هڅې وکړي.

دغه راز مالي او اداري معین خلکو ته د صادقانه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د اسلام د مبارک دین لارښوونو ته اشاره وکړه او د دغه وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړېکو له مسوولينو یې وغوښتل، چې خپلې ټولې نشراتي چارې د اسلام د سپيڅلي دين له لارښوونو او ارشاداتو سره سمې پرمخ بوځي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړېکو رئیس مدیر جان کوټوال د دغه ریاست د فعالیتونو، لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو، ستونزو او حل لارو په اړه معلومات ورکړل او د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړېکو ریاست په وروستیو لاسته راوړنو یې د رڼا اچولو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ د لارښوونو او هدایاتو په رڼا کې به د خپلو مسوولیتونو او دندو په ترسره کولو کې به هېڅ راز هڅې ونه سپموي.
 د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین، د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړېکو رياست د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه د راپور له اورېدو وروسته، د دغه رياست د کړنو د ستاينې ترڅنګ د لوړو زده کړو په برخه کې د نشراتي چارو د پياوړتيا لپاره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

غونډه د شهیدانو پاک روح، دایمي ثبات او په هېواد کې د لوړو زده کړو د ودې او پیاوړتیا برخو ته په دعا کولو سره پای ته ورسیده.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د نورو رياستونو له يو شمېر مسوولينو او کارکوونکو سره کتلي وو.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS