د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو ریاست په شپږو وروستیو میاشتو کې 50 زره تحصیلي سندونه، مکتوبونه، د پایلو جدولونه او ادارو استعلامونه طی مراحل کړي دي.

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۷:۴۲
k

24/2/1401
13/10/1443
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو ریاست په شپږو وروستیو میاشتو کې 50 زره تحصیلي سندونه، مکتوبونه، د پایلو جدولونه او ادارو استعلامونه طی مراحل کړي دي. 
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني د یاد ریاست له کار کوونکو سره په ناسته کې د یادو شمېرو د یادونې تر څنګ، په دغه ریاست کې پر روڼتیا، څارنې او کاري چټکتیا ټینګار وکړ. 
په دغه ناسته کې د خصوصي محصلانو چارو رئیس له اړوندو کار کوونکو څخه د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اسنادو د طی مراحل کولو راپور واورېد او هغوی ته یې د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو سپارښتنه وکړه. 
انجنیر سید اسماعیل روحاني وویل: «په کارونو کې مو همغږي، دقت، سرعت او باور زیات کړي، تر څو د خصوصي تحصیلي بنسټونو د محصلانو لپاره غوره خدمتونه وړاندې شي.» 
نوموړي زیاته کړه، چې په مسلکي ډول د کار پېژندنه، څېړنه او په صادقانه او رڼه ډول د خصوصي تحصیلي بنسټونو ارزونه د جعل کارۍ مخه نیسي او هېڅ بنسټ به ونه شي کړای چې خیالي محصلین ولري.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS