د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته، د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.

۱۴۴۳/۱۰/۲۹
۱۴۰۱/۳/۹
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته، د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.
په پیل کې د تېرې شورا پرېکړو او عملي برخو ته کتنه وشوه او د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د پرېکړو پر عملي کولو او هر اړخیز تعقیب ټینګار وکړ.
وروسته د شورا غړو له اجنډا سره سم پر موضوعاتو بحثونه وکړل، د ځينو موضوعاتو په اړه پرېکړې وشوې او ځينې موضوعات له اړوندو دلایلو سره د پرېکړې په موخه رهبري شورا ته وړاندې شول.