د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست، د عبدالله بن مسعود د تخصصاتي پروګرامونو د کادري بستونو لپاره

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۱:۳۴
ف

16 جوزا 1401

1443/11/6

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست، د عبدالله بن مسعود د تخصصاتي پروګرامونو د کادري بستونو لپاره له ۴۹ غوښتوونکو تحریري او تقریري ازموینه واخېسته.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د ازموینې د اخیستو څرنګوالي په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د ازموینې د شفافیت په اړه یې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.

د هغه په وينا، هغه نوماندان یا غوښتوونکي چې په برياليتوب سره د ازموينې بهیر تېر کړي، د خپلو تحصیلي څانګو مطابق به په ۵ تخصصي پروګرامونو، چې په کې د تفسیر او قران تخصص، حدیث او د حدیثو علوم، افتاء او قضاء تخصص، دعوت او ارشاد تخصص او اقتصاد او اسلامي بانکداري تخصص شامل دي، د استادانو په توګه جذب شي.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS