د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د پاکستان خیبر طبي پوهنتون له راغلي پلاوي سره په تحصیلي برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو همکاریو په موخه ناسته وکړه.

۱۴۴۳/۱۱/۲۰
۱۴۰۱/۳/۳۰
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د پاکستان خیبر طبي پوهنتون له راغلي پلاوي سره په تحصیلي برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو همکاریو په موخه ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو، تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې، د مقام دفتر او علي اباد تدریسي روغتون رئیسانو او همدارنګه د افغان نړیوال پوهنتون علمي مرستیال حضور درلود.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د خیبر طبي پوهنتون پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په علمي ډګر کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ګډو همکاریو ټينګار وکړ. نوموړي له یاد پلاوي څخه وغوښتل چې د طب په برخه کې له موږ سره خپلې تجربې شریکې کړي.
همدارنګه د خیبر پوهنتون رئیس ډاکټر ضیاءالحق او ورسره راغلي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډو همکاریو او له یو بل سره د تجربو شریکولو ته تیاری وښود او د ناستې په پای کې د همکاریو د څرنګوالي په موخه د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو ټينګار وشو.