د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د فورمو ثبت ډېټابیس د ګټې اخیستنې په موخه ګډونوالو ته تشریح شو.

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۵:۵۶
fg

۲۲/۱۱/۱۴۴۳

۳۱/۰۳/۱۴۰۱

د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د فورمو ثبت ډېټابیس د ګټې اخیستنې په موخه ګډونوالو ته تشریح شو.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې، د هېواد بېلابېلو وزارتونو او لویو ریاستونو استازو، د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست رئیسانو او مسؤلینو په حضوري توګه او د هېواد د دولتي پوهنتونونو فوق العاده استازو په انلاین بڼه ګډون کړی وو.

دا غونډه چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، د دیني جامعاتو او تخصصاتو د معتبرو دیني جامعاتو د ثبت رئیس مولوي اسدالله فرید د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د لوړو زده کړو وزارت د جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د فعالیتونو او تر سره شوو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په دولتي ادارو کې یې د دغې پروسې پر پلي کولو ټينګار وکړ.

همدارنګه د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست، د فورمو ثبت ډېټابیس، په یاد ډېټابیس کې د اکونټ جوړول، په انلاین بڼه د فورمو ثبتول او ورته نور مهم مسایل د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست استازي انجینر ضیاء الرحمن صافي له لوري تشریح او معلومات وړاندې شول او په پای کې کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

هېره دې نه وي چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست، د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه هغو کسانو ته فورمې ورکوي او په تحریري او تقریري ازموینه کې یې شاملوي، چې د ا.ا.ا د تېرې دورې اسناد لري، په تېره شل کلنه دوره کې یې د ا.ا.ا د پوهنې له کمیسیون څخه اسناد تر لاسه کړي او همدارنګه د بیرون مرزي او داخلي مدارسو اسناد له ځانه سره لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS