د لوړو زده کړو وزارت د علمي او مالي او اداري معینیتونو تر منځ د همغږۍ ناستې ترسره شوه.

۱۴۴۳/۱۱/۲۶
۱۴۰۱/۴/۵
د لوړو زده کړو وزارت د علمي او مالي او اداري معینیتونو تر منځ د همغږۍ ناستې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب او د یادو معینیتونو تر چتر لاندې ریسانو ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، د دندو د وېش، له کاري تداخل څخه مخنیوي او د کاري اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په اړه خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل: «په مختلفو برخو کې مو ستونزې په ګوته کړي، خو له خپلو امکاناتو او فرصتونو څخه په استفادې باید دغه ستونزې حل کړو.»
وروسته د علمي او مالي او اداري معینیتونو اړوند ریسانو د خپلو کاري مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او په خپلو اړوندو ادارو کې یې د ستونزو او فرصتونو په اړه توضیحات ورکړل.
د ناستې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب خلکو ته د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او غوره خدمتونو وړاندې کولو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به هم دا ډول د همغږۍ ناستې تر سره شي. دغه راز یاده ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.