د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۱:۱۴
werq

Closing Date

کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د څلورم او پنځم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د اروا پوهنې پوهنځی:    
د عمومي اروا پوهنې ډيپارټمنټ (۲) بسته ـ نارینه وو لپاره.
د اروا پوهنې پوهنځی:    
د مشاورې ډيپارټمنټ (۱) بست ـ نارینه وو لپاره.
د مسلکي او تربیتي علومو  پوهنځی:    
د عمومي ښوونې او روزنې ډيپارټمنټ (۲) بست ـ نارینه وو لپاره.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی:    
د دري ډيپارټمنټ (۱) بسته ـ ښځینه وو لپاره.
د ښوونې او روزنې پوهنځی:    
د پښتو ډيپارټمنټ (د پنجشیرلوړو زده کړو مؤسسې اړوند) (۱) بست ـ نارینه وو لپاره.

داوطلبان کولای شي، چې د ۹ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۲۰ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements