د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د پکتیکا د لوړو زده کړو موسسې څارنه او ارزونه وکړه.

د ياد شوي پلاوي مشري، چې د دغه وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د خصوصي لېسانس امر قاضي عبدالباري غفاري کوي، د پکتیکا د لوړو زده کړو مؤسسې له مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو سره په لیدنه کې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د دغه تحصیلي بنسټ د شته ننګونو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي دغه راز د پکتيکا د لوړو زده کړو مؤسسې له مسؤلينو وغوښتل، چې د پوهنيزو پروګرامونو د پياوړتيا او د دغه ولايت ځوانان زده کړو ته وهڅوي.
د یادوني وړ ده، د پکتیکا د لوړو زده کړو مؤسسه په لومړي ځل څارل کېږي.