د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پکتیا ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني پکتیا ولایت ته سفر وکړ او د پکتیا پوهنتون له مسؤلینو سره یې د پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو د پیاوړتیا او چټکتیا په اړه خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر پکتیا ولایت ته تر سفر وړاندې د یاد وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا پکتیا پوهنتون ته تللی و او د پوهنتون له ټولو برخو څخه یې لیدنه کړې وه، چې له سرپرست وزیر سره یې د پوهنتون د اکاډمیکو، تدرسي او په دغه پوهنتون کې د اسلامي ثقافت د نویو رامنځ ته شویو کادري بستونو لپاره داستادانو د جذب پروسې د وضیعت په اړه معلومات شریک کړل.
سرپرست وزیر د معلوماتو له اورېدو ورورسته د پکتیا پوهنتون رهبري غړو ته لازمې لارښوونې وکړې او همدا راز یې د استادانو د جذب پروسې د چټکتیا سپارښتنه وکړه، ترڅو د محصلینو تدریسي بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ نشي.