د (جوزجان ولایت) طلوع سعادت خصوصي لوړو زده کړومؤسسې علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
د (جوزجان ولایت) طلوع سعادت خصوصي لوړو زده کړومؤسسې بیا ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د (متخصص) اویا (MD) په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د معالجوي طب پوهنځی:
عمومي ډیپارتمنت (۸) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۹/۳/۱۴۴۴ الی ۳۰/۳/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده مؤسسې ته وسپاري.