د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د لغمان والي سره د یاد ولایت تحصیلي همغږۍ په موخه د هغه په کاري دفتر کې وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي د ختیځ زون د سفر پر دوام لغمان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت والي قاري زین العابدین عابد سره یې وکتل او ترڅنګ یې د یاد ولایت مسؤل په توګه لغمان پوهنتون ته پاملرنې او همکارۍ ته وهڅاوه.
سرپرست وزیر د لغمان والي سره په خبرو کې وویل(( لغمان ته د سفر موخه مو د دې ولایت تحصیلي وضیعت له نږدې لیدنه وه، ترڅو نیمګړتیاوې او ستونزې په ګوته کړو، نیمګړتیاوې یې پوره او ستونزو ته د حل لارې پیدا کړو)).
د لغمان والي قاري زین العابدین عابد یاد ولایت ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی سره به په ټولو اړوندو برخو کې همکار وي.
د یادونې ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او د دې وزارت صلاحیت لرونکو پلاوو د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه پیل کړي، چې د جنوب ختیځ زون وروسته يې د ختیځ زون تحصیلي نهادونه و ارزول او دا چاره دوام لري.