د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست د دغه وزارت اړوند ادارو د مسؤلینو لپاره د ۱۴۴۴هـ.ق کال د لومړۍ ربعې راپورونو ترتیب او وړاندې کولو په اړه ښوونیز ورکشاپ دایر کړ
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست د پلانونو د راپورونو د ترتیب او توحید آمر او د یاد ریاست سرپرست رئیس محمد داود ځلاند پرانیستې وینا وکړه او د ورکشاپ د اجنډا په اړه یې معلومات ورکړل.
وروسته د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست د ستراتيژيک پلان او راپورونو د توحید او تحلیل کارپوهانو، د ۱۴۴۴هـ.ق کال د لومړۍ ربعې د راپورنو د ترتیب او وړاندې کولو او د شمسي او قمري میاشتو د توپیر او تنظیم په اړه پرېزنټېشن وړاندې کړ او په دې برخه کې یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
همدارنګه د یاد روزنیز ورکشاپ پر مهال د مرکزي ادارو مسؤلانو د پلانونو د ترتیب او وړاندې کولو په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.