د کابل پولی تخنیک پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د درېيم ځل په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د جیوماتیک و کدستر پوهنځی:
د جغرافیایي اطلاعاتو سیتسم ډیپارتمنت (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۴ / ۵ / ۱۴۴۴ الی ۱۴ / ۵ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.