د لوړو زده کړو وزارت ۱۰۸ تنو نویو شاملو شوو کارکوونکو لپاره د دوو بېلا بېلو پروګرامونو په ترڅ کې د اداري پروسیجرونو او دفتري مهارتونو روزنیز ورکشاپ په بریالۍ توګه پای ته ورسېد.

د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د دغه وزارت نویو شامل شوو کارکوونکو لپاره، د وزارت د موخو، د شته تشکیل، د اداري مراسلاتو اصول، د اداري مراسلاتو د اجرا بڼې، د اداري لیکونو ترتیب، د اداري اسنادو مدیریت، د شته اداري اصولو او مقرراتو پېژندلو او په اداري پروسیجرونو کې د قوانینو او مقرراتو د مراعاتولو په موخه روزنیز ورکشاپ جوړ شوی و، چې نن پای ته ورسېد.
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې امر عبیدالله مولایي د یاد ورکشاپ په پای کې له ګډونوالو وغوښتل چې په ورکشاپ کې له زده مهارتونو او معلوماتو څخه په خپلو ورځینو چارو کې کار واخلي.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۴/۵/۴هـ.ق ۱۴۰۱/۱۰/۷هـ.ش ۲۰۲۲/۱۲/۲۸م