لوګر پوهنتون خپلې دریمې دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړل

د لوګر پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګو څخه ۱۵۶ تنه هلکان او نجونې فارغ او ټولنې ته وړاندې شوې.
په هغه غونډه کې، چې د لوګر ولایت ښاروالۍ په تالار کې جوړه شوې وه، د دې ولایت یو شمیر چارواکي، قومي مشرانو، علماوو، سپین ږیرو، د لوگر پوهنتون مسوولینو، استادانو، محصلانو او د فارغانو کورنیو غړو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د لوګر پوهنتون رئیس پوهنمل عبدالناصر ستانکزي د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د مبارکۍ پیغام فارغانو او غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ.
ښاغلي ستانکزي همدارنګه د پوهنتون په لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او ستونزو باندې خبرې وکړې او د لوګر ولایت له مقام او خلکو څخه یې وغوښتل، چې د لوګر پوهنتون د پرمختګ په برخه کې خپلې مرستې ونسپموي.
د لوګر والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي د ولایتي شورا رئیس او نورو ویناوالو په خپل وار د علم او پوهې د ارزښت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د لوګر پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو او کارکوونکو څخه یې مننه وکړه، چې په ډیر کم وخت کې په لوړه سویه مسلکي او علمي اشخاص ټولنې ته وړاندې کړي دي.
ویناوالو همدارنګه لوګر پوهنتون سره په هره برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ او ترڅنګ یې د (ځان وږي کوو؛ خو پوهنتون آباد وو) تر سر لیک لاندې صندوق کې نغدې مرستې هم وکړې.