د غزني پوهنتون رئیس ولس ته د حساب ورکولو تر عنوان لاندې غونډې ته د یادې ادارې یو کلن راپور وړاندې کړ

د غزني پوهنتون رئیس پوهنوال محمد بایر درمل ولس ته د حساب ورکولو تر عنوان لاندې غونډې ته د یادې ادارې یو کلن راپور وړاندې کړ.
د غزني پوهنتون د 1398 مالي کال راپور، ولس ته د حساب ورکولو تر عنوان لاندې غونډه کې چې د غزني ولايت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د ولایت مقام معاون دکتور مبلغ په مشرۍ د ارزیابي کميټې، مدني ټولنو استازو، قومي مخورو، ځوانانو او غیر دولتي موسساتو استازو په وړاندې د غزني پوهنتون د رئیس پوهنوال محمدبایر درمل لخوا وړاندې کړای شو.
دغه راپور کې د اړوندې ادارې فعالیتونو، لاسته راوړنو، د بوديجي مصرف، ستونزو او وړاندیزونو انعکاس موندلی وو.
راپور د غونډې د ګډونوالو له لوري د پام او تاييد وړ وګرځید.