د پروان پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
د پروان پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټر او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ښوونې او روزنې پوهنځی
د کیمیا ډيپارټمنټ (۱) بست.
د بیولوژي ډيپارټمنټ (۱) بست.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی
د ادارې او ډیپلوماسۍ ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰/۷/۱۴۴۴ هـ.ق څخه تر۲۰/۸/۱۴۴۴هـ.ق پورې یاد علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.