د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست څلور کسیز پلاوي، د یو رسمي سفر په ترڅ کې د لوګر لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه

په دغه لیدنه کې یاد پلاوي د لوګر لوړو زده کړو موسسې د کتابتون، د څېړنې او علمي مجلې آمریت او څېړنیزو لابراتوارونو څخه د ارزونې ترڅنګ، د نوموړي موسسې مسؤلینو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدې.
په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو د څیړنې، تالیف و ژباړې ریاست پلاوي ژمنه وکړه چې د لوګر لوړو زده کړو موسسې شته ستونزې او غوښتنې به د لوړو زده کړو وزارت له رهبري پلاوي سره شریکې کړي.