د لوګرلوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
لوګر لوړو زده کړو مؤسسه دویم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا ، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د کانونو او جیولوجي پوهنځی:
جامدو گتورو توکو کانونو موندنې او سپړنې ډيپارټمنټ (۲) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱/۱۱/۱۴۴۴ هـ.ق څخه تر ۱۵/۱۱/۱۴۴۴هـ.ق پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.