د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې امریت له لوري د ابراهیم نخعي رح اداري کارکوونکو، کندهار پوهنتون او د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون نویو ګمارل شویو اداري کارکوونکو لپاره پنځه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ دائر شو.

د یاد ورکشاپ په پیل کې د ابراهیم نخعي رح رئیس قاضی عبدالصادق غزنوي د وزارت مقام او بشري سرچینو ریاست له توجه او همکارۍ څخه مننه وکړه او کارکوونکو ته یې د داسې ورکشاپونو دایرول ګټور وبلل، هغه زیاته کړه چې باید د دې فرصت څخه په ښه توګه استفاده وشي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمر عبیدالله مولایي د ورکشاپ په اړه معلومات ورکړل، او ویې ويل چې په یاد ورکشاپ کې به د لوړو زده کړو وزارت د تشکیلاتي جوړښت، د اداري اسنادو مدیریت، اداري مهارتونو لوړولو، اداري مراسلاتو ترتیبول، پلان جوړونې او کمپیوټر مهارتونو په اړه زده کړې ورکړل شي.