د وزارت تاریخي مخینه
په هېواد کې د لوړو زده کړو بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۱۳۱۱ ل ل کال د لړم میاشتې په لومړۍ نیټه کابل ښار کې د طب پوهنځي په رامنځته کولو سره کیښودل شو.
په ۱۳۲۵ کال کابل پوهنتون تأسیس شو.
په ۱۳۴۳ کال ننګرهار پوهنتون او په ۱۳۴۸ کال د کابل پولي تخنیک پوهنتون رامنځته شول.
په ۱۳۵۶ کال د هیواد د لوړو زده کړو مؤسسو د انسجام او د تحصیلي بنسټونو د پراختیا په موخه، لوړو زده کړو وزارت د یو لوی علمي ارګان په توګه تأسیس شو.
په ۱۳۷۳ کال د حکومت د هدایت پر بنسټ تخنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړې د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت څخه د پوهنې وزارت ته ولیږدول شوې او په پایله کې ۴۲ تخنیکي، مسلکي او حرفوي مؤسسې له ټولو جوړښتونو (تشکیلاتو) او بودجې سره د لوړو زده کړو وزارت څخه جلا او د پوهنې وزارت ته ولیږدول شوې. همدارنګه د افغانستان ټول د پیداګوژي بنسټونه، چې د لیسانس د درسي نظام لرونکي و، له خپلو ټولو تشکیلاتو، پرسونل، منقول او غیر منقول شتمنیو سره له پوهنې وزارت څخه رابیلې او د لوړو زده کړو وزارت په اډانه کې شاملې شوې.
Latest announcements
د دیني علماء کرامو د اسنادو د وېش خبرتیا!
ویب سایټ
https://shorturl.at/YYl5x
فیسبوک
https://www.facebook.com/mohe.af
توییتر
https://x.com/afmohe
واتساپ چینل
https://whatsapp.com/channel/0029Vagcs0Q65yD5TkcOB43W
تیلگرام
htt . . .