د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه د لومړي ځل لپاره لاندې څانګو کې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا ،ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د ښوونې او روزنې پوهنځی:
انګلیسي ډيپارټمنټ (۱) بست.
کیمیا ډيپارټمنټ (۲) بسته.
ریاضي ډيپارټمنټ (۲) بسته.
بیولوژي ډيپارټمنټ (۱) بست.
اسلامي علومو فرهنګ او ډيپارټمنټ (۳) بسته.
ښوونې او روزنې عمومي ډيپارټمنټ (۲) بسته.
د اقتصاد پوهنځی:
منجمنت او تشبثاتو ډيپارټمنټ (۱) بست.
د انجنیري پوهنځی:
سیول ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۴/۶/۱۴۰۲ هـ.ق څخه تر۳۰/۶/۱۴۰۲هـ.ق پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده مؤسسې ته وسپاري.