د جوزجان پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !
Closing Date
جوزجان پوهنتون د لومړي ځل لپاره لاندې څانګه کې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د اقتصاد پوهنځی :
منجمنټ او تشبثاتو اداري ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې ۲۱/۶/۱۴۰۲ هـ.ق څخه تر۲۱/۷/۱۴۰۲هـ.ق پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.