د ننګرهارپوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !
Closing Date
ننګرهارپوهنتون د دویم ځل لپاره لاندې څانګه کې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د کمپیوټرساینس پوهنځی :
ډیتابیس او انفارمیشن ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې ۲۴/۷/۱۴۰۲ هـ.ش څخه تر ۴/۸/۱۴۰۲هـ.ش پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.