د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هرات پوهنتون کادري روغتون څخه لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د طب پوهنځی محصلینو لپاره د کادري روغتون شتون اړین او اساسي اړتیا وبلله. دغه راز نوموړي وويل: «لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې د طب پوهنځيو کادري روغتونونو ته امکانات، تجهیزات او نورو اړتیاوو په چمتو کولو کې لا زياتوالی را ولي؛ ترڅو د طب پوهنځیو محصلین وکولای شي خپلې علمي چارې په کادري روغتون کې ترسره کړي.»
نېټه: یکشنبه
۲۰/۵/۱۴۴۵هـ ق ۱۲/۹/۱۴۰۲هـ ش ۳/۱۲/۲۰۲۳م