د لوړو زده کړو وزارت کارمندانو ته د اور وژنې او د اور د مخنیوي تدابیرو په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې د کابل اطفائې له لوري جوړ شوی و، نن پای ته ورسید.
دغه ورکشاپ چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د کارمندانو د مصونیت او همغږۍ آمریت په همغږۍ دایر شوی و، د درې ورځو په موده کې د دغه وزارت ټولو کارمندانو، کارګرانو او امنیتي ساتونکو ته د کابل اطفائې ریاست ټرینرانو لخوا په نظري او عملي ډول وړاندې شو، تر څو مخاطبان وکولای شي چې څه ډول د برېښنا د شارټۍ او اور لګېدنې له خطرونو څخه ځان، دفترونه او اسناد وساتي او د اطفائې او پولیسو له مرکزونو سره د همغږۍ، همکارۍ او نورو اړوندو مسایلو په اړه پوه شي.