د کابل پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !
Closing Date
کابل پوهنتون په لاندې څانګو کې د بیا ځل لپاره د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د بهرنیو ژبو ادبیات پوهنځی:
اسپانیایي ډیپارټمنټ (۲) بسته.
د کیمیا پوهنځی :
غیرعضوي او عمومي کیمیا ډیپارټمنټ (۱) بست.
فزیکي کیمیا ډیپارټمنټ (۱) بست.
تحلیلي کیمیا ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰/۹/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر۳۰/۹/۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.