د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټيټوټ په ۴۰ قلمه بېلابېلو طبي وسایلو مجهز شو
.
په دې وسایلو کې اتوکلف، Heart lung، ایکو، ECG، الټراساونډ او یو شمېر بېلابېل طبي تجهیزات شامل دي، چې د اورآسیا بنسټ له خوا د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د زړه پرانیستې عملیاتو په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټيټوټ ته د مرستې په ډول ورکړل شول.
د ياد انسټيټوټ رئیس ډاکټر عبدالکبير وايي، دغه طبي وسايل او تجهیزات د زړه پرانیستې عملیاتو او نورو څانګو لپاره ځانګړي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېرو دوو کلونو کې په دغه انسټيټيوټ کې د زړه پرانیستې لس عمليات په بريالي ډول ترسره شوي دي او د دغو وسايلو په مرسته به د پرانيستې عملیاتو لپاره لا نورې زمينې هم برابرې شي.