د تابش خصوصي پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۵:۳۷
1888872536363333

Closing Date

 

تابش خصوصي پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

اقتصاد پوهنځی:
اداره او تشبثاتو ډيپارټمنټ (۳) بسته. د نارینه وو لپاره.

 شرعیاتو پوهنځی: 
 فقه او قانون ډيپارټمنټ (۲) بسته. د نارینه وو لپاره.

 داوطلبان کولای شي، چې د ۱۰/۱۰/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر ۱۰/۱۱/۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.