د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په شتون کې د (پروان، بامیان، پنجشېر او دایکندي) تحصیلي بنسټونو د اسلامي ثقافت کادري بستونو لپاره د نویو ګمارل کېدونکو استادانو څخه تقریري ازموینه (انټروي) واخیستل شوه.

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۶:۳۰
dsiuhiudiufw


د ازموینې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب ټول علماء کرام په دیني او اخروي چارو کې بریالي وبلل او یادونه یې وکړه، چې په دغه پروسه کې یې د ګډون موخه د ازموینې لا شفافیت او د غوره کادرونو رابرسېره کول دي. 
د یادو تحصیلي بنسټونو ۱۵ کادري بستونو ته د جذب په موخه له ۸۳ داوطلبانو څخه د تحریري ازموینې وروسته تقریري ازموینه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په شتون کې د ازموینې لپاره ټاکل شوې کمېټې له لوري د کابل پوهنتون د رهبري شورا په تالار کې واخیستل شوه، چې د بهرنۍ ژبې، تحریري او تقریري ازموینې له پایلو وروسته به وړ او مستعد داوطلبان د علمي کادري غړو د جذب لایحې له مخې د علمي کنفرانسونو پروسې ته معرفي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS