د هیواد پوهنتونو د علمي کادر غړو څخه څوارلس تنو د افغانستان، امریکا او چین د درې اړخیزې زده کړه ییزې برنامې له لارې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۷:۲۸
ی

د هیواد پوهنتونو د علمي کادر غړو څخه څوارلس تنو د افغانستان، امریکا او چین د درې اړخیزې زده کړه ییزې برنامې له لارې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ او د دوو اونیو په ترڅ کې به د هیواد پوهنتونو د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې په برخه کې لازمې زده کړې تر سره کړي.
دغه برنامه د لوړو زده کړو وزارت د مقام د وړاندیز پر بنسټ د امریکا متحده ایالاتو او د چین جمهوریت سفارتونو له لوري د واشنګټن او کالیفورنیا په ښارونو کې په لاره اچول شوې ده.
لیږل شوي استادان، چې د هیواد د پوهنتونو د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې بورډ غړي هم دي د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې رئیس پوهاند حاجي محمد نعیمي تر مشرۍ لاندې به د امریکا د لوړو زده کړو د اعتبار ورکونې شورا نړیوال کنفرانس (CHEA) کې ګډون وکړي
او په ځانګړو لیدنو کې به د امریکا د متحده ایالاتو د تحصیلي اعتبار ورکونې بنسټونواو علمي برنامو له مسؤولانو سره، د لوړو زده کړو وزارت د برنامو د شریکولو په ترڅ کې د پوهنتونو د کیفیت لوړونه او اعتبار ورکونه، د اعتبار ورکونې مدیریتي سیسټمونه، خپلځاني ارزونه، د علمي برنامو بیا کتنه او د افغانستان د پوهنتونو د کیفي ارتقاء څرنګوالی له امریکایي متخصصینو سره تر بحث لاندې ونیسي او خبرې به پرې وکړي. نوموړي استادان به د امریکا د متحده ایالاتو د ۵ پوهنتونو او کالجونو له داخلي کیفیت تضمین سیسټمونو څخه لیدنه وکړي او د لکچرونو، ورکشاپونو او مرکو په پروګرامونو کې، چې په دغه زمینه کې وړاندې کیږي برخه واخلي.

ی

د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې رئیس پوهاند حاجي محمد نعیمي وویل چې د هیواد د لوړو زده کړو بنسټونو کیفیت او کیفي ارتقاء ته توجه کول د لوړو زده کړو وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري نوموړي زیاته کړه هغه لاسته راوړنې چې مو په دغه برنامه کې تر لاسه کړي، هیواد ته له بیرته تللو څخه وروسته د پوهنتونو د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکونې برنامو کې شامل کړئ او د پوهنتونو د پوهاوي په موخه د پوهنتونو د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې له نویو او معیاري زده کړو څخه ګټه پورته کړئ او همدا ډول د هغو په پلي کولو کې کوښښ وکړئ.

س

د دغه سفر په څنډه کې نوموړو استادانو د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې رئیس تر مشرۍ لاندې په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لویې سفیرې میرمن رویا رحماني سره، د سفر د موخو او د دوی اړوندو پوهنتونو د اړتیاوو او همدا ډول د دواړو خواوو د اړیکو ټینګولو مسایلو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو سره د علمي همکاریو په ښه والي او پراخوالي خبرې وکړي.
د یادولو وړ دی چې دا لومړی ځل دی چې د هیواد د پوهنتونو د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې بورډ غړو په یوه پراخه او لویه برنامه کې د نړۍ په یو پرمختللي هیواد کې ګډون کړی دی او د پوهنتونو د کیفیت لوړونې په برخه کې د هغوی له تجربو او زده کړو سره بلدیږي.
د ترتیب شوي پلان له مخې د دې پروګرام بله برخه به د چین په هیواد کې تر سره شي.
د هیواد د پوهنتونو تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو د کیفیت لوړول او معیاري کول له هغو عمده او اساسي مواردو څخه بلل کیږي چې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ هئيت یې د خپلو برنامو په سر کې ګڼي او تل په دې موخې باندې د تمرکز ساتلو په اړه ټینګار کوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS