د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د وزارت مرکزي ریاستونو او دویمي واحدونو له لوري اداري مراسلاتو (رسمي لیکونو او اسنادو) د کړنو د ګړندې کېدلو کمېټې ناسته وکړه. د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حس

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۴:۵۵
iudshiusdui


د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د دغې کمېټې او ناستې په اړه وویل « د کمېټې او ناستې هدف دا دی، چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې اداري چارې په ښه فکر او ښه عقیده پر مخ ولاړې شي، د اداري مراسلاتو چارې چټکې، ستونزې په ګوته او حل لارې ورته پیدا شي».
هغه دغه راز وویل چې مسؤلیت د اللهﷻ له لوري یو امانت دی او کله چې دغه امانت په غاړه اخلو، نو پر مونږ لازم دی چې حق یې ادا کړو او په اخلاص ورته کار وکړو.
په ناسته کې همدارنګه د وزارت د مرکزي ریاستونو او دویمي واحدونو د فزیکي مراسلاتو په چارو کې د ستونزو، خنډونو او ورته د حل لارو چارو برابرولو چک لېست پر غني کولو او معیاري کولو د کمېټې د غړو نظرونه او وړاندیزونه واخیستل شول.
د یادونې وړ ده، چې دغه کمېټه د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شوار د پرېکړې په اساس جوړه شوې ترڅو د وزارت د مرکزي ریاستونو او دویمي واحدونو اداري مراسلاتو (رسمي لیکونو او اسنادو) د چارو ګړندیتوب لپاره کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS