د بلخ پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !
Closing Date
د بلخ پوهنتون د دویم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲ هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د فارمسي پوهنځی:
فارمکوګنوژي مایکروبیولوژي ډيپارټمنټ (۱) بست.
فارمسیوتیک ډيپارټمنټ (۲) بسته.
تغذيې بيوشيمي ډيپارټمنټ(۱) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۱/۱۱/۱۴۰۲ هـ.ش څخه تر ۳۰/۱۱/۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.