د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین په مشرۍ ترسره شوه.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۰:۴۰
kjndskfksdk


د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د شورا غړو او اړوندو رئیسانو ته په اداري برخو کې د لا زیات کار کولو او همغږۍ په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه د تېرې شورا پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او د اجنډا سره سم د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو سره د هوکړه لیکونو په زمینه سازۍ او څرنګوالي، د یو شمېر غایبو علمي کادر غړو د بیا تقرر، له یو ډیپارټمنټ څخه بل ډيپارټمنټ ته د استاد پر تبدیلۍ او پر یو شمېر نورو علمي او متفرقه موضوعاتو بحث او اړینې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS