د کابل پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
کابل پوهنتون بیا ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د بیولوژي پوهنځی؛
• بوتاني ډیپارټمنټ (۱) بست. د دکتور، ماسټر او لېسانس لپاره.
د ښکلو هنرونو پوهنځی؛
• سینما ډیپارټمنټ (۱) بست. د دکتور او ماسټر لپاره .
• تصنیف او ترانې ډیپارټمنټ (۲) بسته دکتور، ماسټر او لېسانس لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۵/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر ۲۴/۱۲ /۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.