د قرارداد ورکولو تصميم نېونې خبرتیا !  

ameen_admin
kdjksdjksd


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د ديني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست پخلنځي اړتیا وړ (۳۶) قلمه دفتري لوازماتو، فرنيچرباب او وسایلو تهیه او تدارک پروژې قرارداد، چې د ( MOHE/1402/NCB/G-12) داوطلبۍ شمېره لري، د فهيم يوسف صديقي د لوژستيکي خدمتونو او وينځونکو توکو توليد شرکت ته، چې د (90521) شمېره جواز درلودونکی دی، د کابل مرکز، اتمه ناحيه د نواباد په شاه شهيد کې موقعيت لري، په(564880) پنځه لکه څلور شپېته زره اته سوه اتیا افغانيو ورکړي. 
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements