د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د نیمروز له والي سره ولیدل او د یاد ولایت په تحصیلي حالت یې تفصیلي خبرې وکړې

مجهول (لم يتم التحقق)
خميس, فبراير 13 2020 9:48 صباحا
jj

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، په هیواد کې د لوړو زده کړو وزارت پراختیایې پروګرامونو او پلانونو، په ځانګړې توګه د پوهنتونو د تشکیلاتو د کمښت، د نویو ساختمانونو جوړولو او د ځوانو استادانو د ظرفیت لوړولو په اړوند معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل د هیواد د لوړو زده کړو بنسټونو د علمي کادر او اداري غړو تشکیل تر نهایی کېدو وروسته د اداري اصلاحاتو مستقل کمیسیون ته لیږل شوی تر څو د هغوی له څیړنې او د هیواد د جمهوري ریاست مقام له منظورۍ وروسته؛ د هیواد لوړو زده کړو بنسټونه په دې وتوانیږي تر څو د روان کال د وري میاشتې دویمه نیمایې کې خپل نوي عملي کادر غړي جذب کړي چې په دې توګه به د استادانو د کمښت په برخه کې د هیواد د لوړو زده کړو بنسټونو ستونزې حل شي.
پوهنمل بالاکرزي همدا ډول د اقتصاد او کرنې پوهنځيو تشکیلاتو د مراحلو طی کولو په اړه چې د نیمروز لوړو زده کړو موسسې په چوکاټ کې یې نوي شامل شوي دي د نیمروز ولایت والي ته یې معلومات ورکړل.
وروسته د نیمروز والي ډاکټر ولي سلطان د لوړو زده کړو وزارت څخه د ستاینې په ترڅ کې د هیواد لوړو زده کړو بنسټونو ته د توجه په برخه کې، خپل یو سلسله غوښتنې او وړاندیزونه د نیمروز د لوړو زده کړو موسسې د پیاوړتیا او ودې او د ځوانو استادانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره شریک کړل او د یادې موسسې د لیلیې جوړولو د کارونو پرمختګ په اړه چې ټاکل شوې په شپږو طبقو کې جوړه شي هم معلومات وړاندې کړل.
د یادولو وړ ده چې د نیمروز لوړو زده کړو موسسه اوس مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي کې (۱۸) تنه استادان او (۳۱۰) تنه (انجونې او هلکان) محصلان لري.

Latest news

أحد, مارس 31 2024 10:44 صباحا
Background image

التقی في مكتبه، النائب الشؤون المالية والإدارية بوزارة التعليم العالي مع رئيس قسم الطوارئ في منظمة الصحة العالمية الدكتور محمد تاهون.


مولوي حافظ محمد حامد حسيب نائب المالية والإدارة بوزارة التعليم العالي، كما حضر رئيس جامعة كابول للعلوم الطبية ومستشفى علي أباد التعليمية، تحدث مع رئيس قسم الطوارئ بمنظمة الصحة العالمية. . .

BACK TO NEWS