د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د نیمروز له والي سره ولیدل او د یاد ولایت په تحصیلي حالت یې تفصیلي خبرې وکړې

safiullah_user
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۹:۴۸
jj

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، په هیواد کې د لوړو زده کړو وزارت پراختیایې پروګرامونو او پلانونو، په ځانګړې توګه د پوهنتونو د تشکیلاتو د کمښت، د نویو ساختمانونو جوړولو او د ځوانو استادانو د ظرفیت لوړولو په اړوند معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل د هیواد د لوړو زده کړو بنسټونو د علمي کادر او اداري غړو تشکیل تر نهایی کېدو وروسته د اداري اصلاحاتو مستقل کمیسیون ته لیږل شوی تر څو د هغوی له څیړنې او د هیواد د جمهوري ریاست مقام له منظورۍ وروسته؛ د هیواد لوړو زده کړو بنسټونه په دې وتوانیږي تر څو د روان کال د وري میاشتې دویمه نیمایې کې خپل نوي عملي کادر غړي جذب کړي چې په دې توګه به د استادانو د کمښت په برخه کې د هیواد د لوړو زده کړو بنسټونو ستونزې حل شي.
پوهنمل بالاکرزي همدا ډول د اقتصاد او کرنې پوهنځيو تشکیلاتو د مراحلو طی کولو په اړه چې د نیمروز لوړو زده کړو موسسې په چوکاټ کې یې نوي شامل شوي دي د نیمروز ولایت والي ته یې معلومات ورکړل.
وروسته د نیمروز والي ډاکټر ولي سلطان د لوړو زده کړو وزارت څخه د ستاینې په ترڅ کې د هیواد لوړو زده کړو بنسټونو ته د توجه په برخه کې، خپل یو سلسله غوښتنې او وړاندیزونه د نیمروز د لوړو زده کړو موسسې د پیاوړتیا او ودې او د ځوانو استادانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره شریک کړل او د یادې موسسې د لیلیې جوړولو د کارونو پرمختګ په اړه چې ټاکل شوې په شپږو طبقو کې جوړه شي هم معلومات وړاندې کړل.
د یادولو وړ ده چې د نیمروز لوړو زده کړو موسسه اوس مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي کې (۱۸) تنه استادان او (۳۱۰) تنه (انجونې او هلکان) محصلان لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۳ - ۹:۳۲
Background image

په الیکټرونیکي زده کړه ېیزه بڼه د حضوري زده کړو د بدیل طرحه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا چمتو شوې وه، د جمهور رئيس له لوري تائید او د تود هر کلي وړ وګرځيده.

په هغه ناسته کې چې نن ورځ د ویډیویې کنفرانس له لارې د هیواد جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني سره تر سره شو، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په دې. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۱ - ۷:۲۰
Background image

هیواد د لوړو زده کړو بنسټونه د رخصتۍ په ورځو کې د روغتیایې مواردو په نظر کې نیولو سره؛ کولی شي د خپلو محصلانو لپاره له مختلفو آسانتیاوو او کړنلارو څخه په ګټې اخیستنې د زده کړو زمینه برابره کړي

دغه مطلب د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د مرکز او ولایاتو د تحصیلي بنسټونو له مسؤولانو سره د ویډیویي کنفرانس په ترڅ کې بیان کړ. هغه زیاته کړه چې د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۵ - ۹:۴۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال د مرکز او ولایاتو له پوهنتونو سره د ویډیویې کنفرانس له لارې د کرونا ویروس د خپریدو څخه د وقایوي تدبیرونو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د کاري طرزالعمل پلي کولو او د بودیجې وېشلو د څرنګوالي په اړه لازم

په دغه ویډیویې کنفرانس کې په داسې حال کې چې د مالي او اداري رئیس احمد طارق صدیقي او د تهیې او تدارکاتو رئيس عبدالله صوفي زاده هم حضور درلود، دوکتور مهجور وویل هیواد مو د خپل روغتیایې. . .

BACK TO NEWS