د چاپېریال ساتنې نړیواله اوونۍ په شېخ زاید پوهنتون کې ونمانځل شوه

baqir_admin
سبت, يونيو 12 2021 11:22 صباحا
g

شېخ زاید پوهنتون کې د کرنې پوهنځي او د چاپېریال ساتنې ریاست لخوا په ګډې همغږۍ ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي په پیلیزو خبرو کې زیاته کړه، چې د چاپېریال ساتنې اهمیت دومره زیات دی چې څومره وغواړئ پرې بحث کېدای شي.

پوهنمل اریوبي وویل چې د ښه چاپېریال لرلو لپاره اړینه ده چې د چاپېریال پوهنې په اړه معلومات ولرو. که خلک خپل مسؤلیت ادا‌ء نه کړي نو پوهان وایي چې د ځمکې تودوخې درجه به دومره لوړه شي چې ښایي د شمسي نظام سیارو حرکت ګډوډ کړي.

د چاپېریال ساتنې رئیس ډیپلوم انجنیر پاینده محمد سهاک د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا د چاپېریال ساتنې نړیوالې اوونۍ په اړه مطبوعاتي خبرپاڼه ګډونوالو ته واوروله او د یوه ښه چاپېریال د ګټو په اړه یې هر اړخیزه وینا وکړه.

ښاغلي سهاک وویل چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په شان د چاپېریال په اړه ګڼو ستونزو سره مخ دی خو د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هېواد له نورو ادارو سره په همکارۍ یادو ستونزو ته د هواري لارې لټوي.

علمي مرستیال او د چاپېریال ساتنې استاد پوهندوی شفیع ګل شفیقي د چاپېریال اړوند ایکو سیستم باندې رڼا واچوله چې د ژوندیو موجوداتو او د چاپېریال او یو پر بل باندې یې اغېزې بیان کړې.

سږ کال د ملګرو ملتونو لخوا د چاپېریال ساتنې نړیوالې اوونۍ لپاره (د ایکو سیستم د بیارغونې لپاره هڅه) شعار ټاکل شوی دی، چې د همدې شعار لاندې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې یاده ورځ ونمانځل شوه.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي اداره په همدې موخه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۳کال کې د ژوند چاپېریال خپلواک ریاست، د برېښنا او اوبو وزارت تر چتر لاندې او وروسته په ۱۳۸۴ کال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په نوم ونومول شوه.

غونډه د یوه زرغون او له ککړتیا پاک چاپېریال په هیله د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

أحد, مارس 31 2024 10:44 صباحا
Background image

التقی في مكتبه، النائب الشؤون المالية والإدارية بوزارة التعليم العالي مع رئيس قسم الطوارئ في منظمة الصحة العالمية الدكتور محمد تاهون.


مولوي حافظ محمد حامد حسيب نائب المالية والإدارة بوزارة التعليم العالي، كما حضر رئيس جامعة كابول للعلوم الطبية ومستشفى علي أباد التعليمية، تحدث مع رئيس قسم الطوارئ بمنظمة الصحة العالمية. . .

BACK TO NEWS