د کابل زون د دیني علماء کرامو د عالميې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې دویم پړاو ازموینې لپاره د بایومټریک او کارتونو د وېش پروسه ترسره شوه.
نن په کابل پوهنتون کې د کابل زون د دیني علماء کرامو د عالميې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې دویم پړاو ازموینې د بایومټریک پروسه په ارامه فضاء کې تکمیل او ګډونوالو د ازموینې کارتونه تر لاسه کړل.
په پام کې ده چې له یادو علماء کرامو څخه به سبا د جمعې مبارکې په ورځ، ۱۴۴۶/۳/۳ ــ ۱۴۰۳/۶/۱۶هـ.ش نېټه ازموینه واخیستل شي.
نوټ: کوم علماء کرام چې له بایومټریک څخه پاتې دي، کولای سي چې سبا له ازموینې مخکې راسې او د بایومټریک پروسه ترسره کړي.