د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو ریاست یو شمېر کارمندانو ته د ”اداري کړنو او اسنادو مديریت په اړه پوهاوي“ تر نامه لاندې ورکشاپ پای ته ورسېده.

۱۴۴۳/۱۲/۴
۱۴۰۱/۴/۱۲
د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو ریاست یو شمېر کارمندانو ته د ”اداري کړنو او اسنادو مديریت په اړه پوهاوي“ تر نامه لاندې ورکشاپ پای ته ورسېده.
یاد ورکشاپ، چې د لوړو زده کړو وزارت، بشري سرچینو ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې پروګرامو آمر عبیدالله مولای له لورې د تخصصاتو ریاست کارمندانو ته دایر شوی و، په بریالي ډول پای ته ورسېد. د دغه ورکشاپ په پای کې د تخصصاتو رئیس شیخ عبدالمالک نیازي په ټولو چارو کې د کیفیت پر ارزښت خبرې وکړې او له اړوندو مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چې د دوي غوښتنې ته یې مثبت ځواب ووایه او په ډېر لنډ وخت کې یې د تخصصاتو ریاست کارمندانو ته ګټور ورکشاپ دایر کړ.
هغه همدارنګه هیله وښوده، چې د داسې پروګرامونو په ترسره کولو سره به مو تجربو او ظرفیت کې لوړوالی راشي.
همدا راز د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ګډونوال خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او ترڅنګ یې په اداري برخه کې د هر ډول سمینارونو او ورکشاپونو د همکارۍ ډاډ ورکړ او په پای کې د ورکشاپ ګډونوالو ته تصدیقونه ورکړل شو.