د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د کارمندانو د ظرفیت لوړونې پروګرام په بریالۍ توګه پای ته ورسېد.

په دغه روزنیز پروګرام کې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې او د جامعاتو او تخصصاتو ریاست ۳۱ کارکوونکو ته د اداري پروسیجرونو او د وزارت د تشکیلاتو په اړه روزنه ورکړل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې امر وویل چې یادو کارکوونکو ته سربېره پر دې ورکشاپ، لس ورځنۍ د کمپیوټر زده کړې هم ورکړل شوي دي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري یادو کارکوونکو ته د تصدیق پاڼو د وېش پر مهال له هغوی څخه وغوښتل چې په ورکشاپ کې له تر لاسه شویو زده کړو څخه په خپلو ورځنیو دفتري کارونو کې په احسن ډول کار واخلي.