د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

دا ناسته چې د کابل پوهنتون غونډو په تالار کې برابره شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د امربالمعروف او سمع شکایاتو معین الحاج مولوي عبدالرحمن منیر ، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت او د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو، مرستیالانو او استازو ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د خصوصي تحصیلي بنسټونو په مسؤلینو غږ وکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت ټول اصول او طرزالعملونه عملي کړي او هېوادوالو ته داسې تحصیلي خدمات وړاندې کړي، چې ګټور تمام شي.
ورپسې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د امربالمعروف او سمع شکایاتو معین الحاج مولوي عبدالرحمن منیر د یاد وزارت تحصیلي لایحه تشریح کړه او ویې ویل، د هېواد دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه باید د اسلامي او ملي اصولو سره سم تحصیلي خدمات وړاندې کړي.
د غونډې په وروستیو کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د تفتیش عمومي رئیس مولوي فضل الربي د اسلام مبارک دین له نظره د علم او تحصیل په ارزښت خبرې وکړې او دغه غونډه د هېواد تحصیلي ډګر د پیاوړتیا په دعاء سره پای ته ورسېده.