د اسلامي ثقافت د کادري ازموینې ۶۵ تنو نوماندانو د علمي کنفرانس له لارې خپل معلومات وړاندې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي کادري غړو د استخدام لایحې ته په کتلو، د کابل طبي پوهنتون، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کابل پولي تخنیک پوهنتون د اسلامي علومو په پوهنځیو کې د علمي کادر د استخدام په موخه علمي کنفرانس برابر کړ، چې ۶۵ نوماندانو د اسلامي ثقافت په بستونو کې د شمولیت لپاره په یوه علمي کنفرانس کې خپل معلومات وړاندې کړل.
دا کنفرانس، د لوړو زده کړو سرپرست الحاج مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره پلاوي په حضور کې، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال جمشید رشیدي، فوق العاده استازي صلاح الدین ایوبي، مالي او اداري مرستیال او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي رئیس عبدالقدوس مظهري یې ملتیا کوله ترسره شو او دا ناسته د هېواد د پایښت او پرمختګ په دعاء سره پای ته ورسېده.