د کابل پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
کابل پوهنتون د بیا ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځی:
فارسی (دري) ډیپارتمنټ (۱) بست د ښځینه وو لپاره ـ دوکتور او ماستر ( دوهم ځل).
د وترنري علومو پوهنځی:
پارا کلینیک تصدي ډیپارتمنټ (۱) بست د نارينه وو لپاره ـ دوکتور او ماسټر ( دوهم ځل).
د انجنیري پوهنځی:
مهندسي ډیپارتمنټ (۳) بسته نارینه وو لپاره ـ دوکتور، ماستر او لېسانس (درېیم ځل).
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۸ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۱۰ / ۳ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.