د کابل پوهنتون د علمي کادري بستونو اعلان !

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۷:۱۱
jksdfhjsd

Closing Date


کابل پوهنتون د بیا ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو ‌پوهنځی:
 فارسی (دري) ډیپارتمنټ (۱) بست د ښځینه وو لپاره ـ دوکتور او ماستر ( دوهم ځل). 

د وترنري علومو ‌پوهنځی:
پارا کلینیک تصدي ډیپارتمنټ (۱) بست د نارينه وو لپاره ـ دوکتور او ماسټر ( دوهم ځل).

د ‌انجنیري پوهنځی:
 مهندسي ډیپارتمنټ (۳) بسته نارینه وو لپاره ـ دوکتور، ماستر او لېسانس (درېیم ځل).

 داوطلبان کولای شي، چې د ۲۸ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۱۰ /  ۳  / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements